حسان مجاهد
_ حسن بصري رح وايي: هره هغه ورځ چې د رب تعالی نافرماني په کې ونه شي؛ اختر ده او هره هغه ورځ چې مؤمن يې د خپل رب په ذکر او طاعت کې تېره کړي؛ دده لپاره اختر دی.(لطائف المعارف ٢٩٩/١)
_ ابن جوزي رح وايي: اختر هغه نوې جامې نه دي چې فخر را جلبوي او نه اختر هغه خوراکونه دي چې دخوښۍ په لپو خوړل کیږي او له بد انجامه يې بيغمه وي؛ بلکې اختر داده چې ګنهګار د توبې جامه په تن کړي او د ورک شوي زړه په پیدا کولو سره خوشحاله شي.(التبصرة ١٠٣/٢)
_ ابن رجب حنبلي رح لیکلي: ځيني کسان ديو کلي په راهب تیریدو او له راهب څخه يې وپوښتل: ددغه کلي اختر څه مهال دی؟ ده ورته کړه” هغه ورځ چې اوسیدونکو ته يې بښنه وشي، اختر د هغه چانه دی چې نوې جامې په تن کړې، بلکې اختر دهغه چا دی چې طاعات يې زيات وي، اختر دهغه چا نه دی چې ښايسته جامې او سورلۍ ولري، بلکې اختر دهغه چا دی چې ګناهونه يې وبښل شي.(لطائف المعارف ٢٩٩/١)
_عمر بن عبدالعزيز رح به دکوچني اختر په خطبه کې ويل ” ای خلګو! ديرش ورځې مو روژه ونیوله او ديرش شپې مو تراويح وکړې او نن په دې موخه راوتلي یاست چې دا هر څه الله تعالی درنه قبول کړي.
_ عبد الله ابن مسعود (رضي الله عنه) به د رمضان په وروستۍ شپه را ووتل او غږ به يې کړ: کاشکي خبر وای چې له چا څخه دا عبادت(روژه) قبوله شوې ده چې مبارکي ورکړو او له کوم بد نصيبه څخه نه ده قبوله شوې چې تسلي ورکړو!
_ حضرت علي (کرم الله وجهه) د اختر په ورځ کمزورې ډوډۍ خوړله چې یو چا ترې وپوښتل: ای امير المؤمنينه! د اختر ورځ او دا ډول کمزورې ډوډۍ؟ نوموړي ورته وویل ” اختر دهغه چا دی چې بښنه ورته وشي او روژه یې قبوله شي، زموږ نن هم اختر ده سبا هم او هره هغه ورځ اختر دی چې د الله تعالی نافرماني په کې ونه شي.
_ابن رجب رح: ځيني اسلاف به د کوچني اختر په ورځ ډير غمجن وو، يو چا به ورته وويل: دا خو د خوشحالۍ ورځ ده؟
نو دوی به ورته وويل «رښتيا هم! خو زه خپل رب امر کړی یم چې د هغه لپاره یو عمل وکړم(روژه ونيسم)خو اوس خبر نه يم چې دا عمل به له ما قبول شوی وي که يا؟[لطائف المعارف]
_ امام مالک رح وايي: د مؤمن لپاره پنځه ورځې اخترونه دي: لومړۍ: هغه ورځ چې ګناه په کې ونه کړي. دوهمه: هغه ورځ چې له دنیا څخه با ايمانه رخصت شي. دریمه: هغه ورځ چې دقيامت له سختو بيغمه په پل صراط تير شي. څلورمه: هغه ورځ چي جنت ته داخل شي او پنځمه هغه ورځ چي مؤمن خپل رب سره ملاقات وکړي.
_ وهب بن ورد رح د اختر په ورځ څه کسان ولیدل چې خندل يې، نوموړي وويل ” که ددغه کسانو روژه قبوله شوې وي؛ نو دا حال(خندا)له شکر ګذاره خلګو سره نه ده مناسب او که يې روژه نه وي قبوله شوې؛ نو دا حال له ویریدونکو سره(هغه خلګ چې د عبادت د نه قبولیت ويره ورسره وي) نه ده مناسب؟!
_ وکیع رح وايي: موږ له سفيان ثوري رح سره د اختر په ورځ وواتو چي نوموړي وويل ” نن ورځ لومړی هغه کار چې موږ به یې پیل کوو؛ هغه له حرام نظر څخه د سترګو ساتنه ده”(الورع لابن ابی دنیاص٦٣)
_محمد بن عبد الله الزراد رح وايي: کله چې حسان بن ابي سنان رح د اختر په ورځ راغی؛ نو چا ورته وویل: موږ خو له دې اختر پرته په بل هيڅ اختر دومره زيات شمېر ښځې نه وې ليدلې. نوموړی(چې سترګې یې له ناروا ژغورلې وې) ویې وويل”ما خو تر هغه وخته چې بیرته راستون شوم؛ يوه ښځه هم نه ده لیدلې”(ملتقى أهل الحديث)
_ له بشر حافي رح څخه وپوښتل شو: ځيني کسان په روژه کې د عبادت ډیره هڅه کوي خو له روژې وروسته عبادت ته شا کړي؟ نوموړي وويل: هغه ډیر بد خلګ دي چې خپل رب يوازي په رمضان کې ښه پيژني.
_ دوخت عادل خلیفه عمر بن عبدالعزيز رح خپل زوی د اختر په ورځ په زړو جامو کې ولیدل او ويې ژړل، زوی یې ترې وپوښتل: پلاره! ولي ژاړي؟ نوموړي وويل: له دې ويري چي کله ته په دغه زړو جامو کې د اختر په ورځ له ماشومانو سره لوبې کوې؛ نو ستا زړه به مات شي. زوی یې ورته وویل “زړه خو دهغه چا ماتیږي چې دخپل رب نافرماني وکړي او دمور او پلار آزار وهلی وي، زه امید لرم چې ستا له وجې له ما څخه الله تعالی راضي شي” پلار یې ور نږدې کړ، ښکل يې کړ او دعا يې ورته وکړه.