افغان حکومت: د سوډان په جګړه کې ۱۲۰ افغانان بند پاتې دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ ثور، ۱۴۰۲ل)

د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزیر “امیرخان متقي” وايي، چې د سوډان په جګړه کې ۱۲۰ افغانان بند پاتې دي.

ښاغلي متقي دا خبره نن یکشنبه د غويي ۳ مه په خوست کې یوې غونډې ته د خبرو په مهال کړې ده.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي چې دوی د دغو افغانانو د خوندیتوب لپاره هڅې پیل کړې دي.

په ورته مهال اروپايي ټولنې ویلي چې دوی د دې ټولنې د غړو هېوادونو د نژدې ۱۵۰۰ کارکوونکو ایستلو لپاره اقدام کړی دی.

د ویلو ده چې په سوډان کې د دې کورنۍ جګړې له امله تر دې مهاله تر ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، چې په دې نښته کې د «العبید» سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ د متقابلو ډزو له امله د ملګرو ملتونو کډوالۍ سازمان ادارې ځینې کارکوونکو ته هم مرګ‌ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button