د سوډان جګړه؛ پوځ یې وایي هڅه کوي په راتلونکو ساعتونو کې بهرني اتباع له هیواده وباسي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ ثور، ۱۴۰۲ل)

‏په سودان کې د نښتو او کړکیچن امنیتي وضعیت د دوام سره هممهاله د دې هیواد پوځ ویلي چې هڅه کوي په راتلونکو څو ساعتونو کې د امریکا، چین، بریتانیا، فرانسې او سعودي عربستان اتباع د الوتکو په واسطه له دې هیواده وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې د سودان پوځ او د دې هیواد دپوځ او چټک ملاتړ ملیشې ترمنځ د اختر لپاره د ۳ ورځني اوربند سره سره بیا هم په پلازمینه خرطوم کې د ښکیلو غاړو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button