عمران خان: که حکومت سمدستي اسمبلي ماتوي او ټاکنې کوي نو خبرو ته چمتو یو

کابل ټکی کام (جمعه، ۸ ثور، ۱۴۰۲ل)

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر “عمران خان” د اسلام اباد لوړه محکمه کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې د ټاکنو لپاره مذاکراتو ته چمتو دی.

ښاغلي خان ویلي، “که حکومت سمدستي اسمبلي ماتوي او ټاکنې کوي نو خبرو ته چمتو یو خو که بیا د سپتمبر او اکتوبر خبرې کوي‌ نو د مذاکراتو هېڅ اړتیا نه شته”

له عمران خان د پاکستان د اساسي قانون او اسمبلیو اړوند پوښتنه وشوه نو ده په ځواب کې پر اوسنیو چارواکو تور پورې کړ چې “دلته کوم اساسي قانون هم شته؟ دوی خو اساسي قانون ماتول غواړي خو موږ پرې ولاړ یو. موږ د قانون پر حاکمیت ټينګار کوو خو دوی قانون ماتوي او د محکمې د حکم سپکاوی کوي”.

عمران خان وپوښتل شو چې که د مئ پر ۱۴مه ټاکنې ونه شي نو څه به پیښ شي؟

ښاغلي خان وویل، “بیا به اساسي قانون مات شي او که داسې وشي نو بیا به د هماغه چا خبره چلېږي چې زورور وي”

خبریالانو ښاغلي خان ته وویل چې د زورور له ټکي یې مطلب څوک دي خو ده له ځواب ورکولو پرته ګړندي ګامونه واخیستل او موټر کې کیناست.

د ویلو ده چې په پاکستاني رسنیو کې نن د ښاغلي خان د زورور د جملې په ویلو بحثونه روان دي د کارپوهانو په اند د خان مطلب ښایي د یاد هیواد زورور پوځ وي، چې تل یې ملکي حکومتونه پرځولي او که دا ځل هم حالات خرابیږي، حکومت او تحریک انصاف ګوند کومې پرېکړې ته ونه رسیږي نو بیا به پوځ کنترول په لاس کې واخلي او د شهباز شریف حکومت به را و پرځوي.

مربوطه مطالب

Back to top button