کابل ټکی کام ۲۶سلواغه/۱۳۹۴، فرید احمد
نن د دلوې ۲۶مه، چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ماتې ورځ ده، چې په اړه یې ګڼو سیاستوالو او کارپوهانو خپل ملت ته مبارکي وړاندې کړې ده، او دا د افغان مجاهد ولس د شهامت او سرلوړۍ او د سرو لښکرو د ماتې، او د کمیونستي نظریې د نابودۍ ورځ یاده کړې ده.
د اوسني اشغال په مقابل کې د روان مقاومت د اتلو طالبانو له لورې د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویل شوي دي چې «په عین حال کې هوډ لري چې ان شاءالله د اسلامي امارت مجاهدین به د شوروي اتحاد په څير امریکايي اشغالګرو ته هم بشپړه ماتې ورکوي، زموږ مظلوم ولس به يې له شره په امن کوي او د خپلي ایماني فريضې په توګه به جهاد تر هغو جاري ساتي چې یو امریکايي اشغالګر عسکر هم په دې خاوره کې شتون ولري او د اسلامي نظام په وړاندې مانع واقع شي.»
په اعلامیه کې د افغان مجاهد ولس د قهرمانۍ یادونه شوې ده، او د روسانو په ماته کې یې هغو مجاهدینو ته دعاوې کړې، چې په دې لاره کې قرباني شوي دي.
اعلامیه کاږي چې اوسنی د ناټو اشغال هم د روسانو په څېر د ماتې په مورګو ولاړ ده، او په ۱۴ کلنه جګړه کې یې هېڅ ترلاسه نکړل.
په اعلامیه کې راغلي دي، مستکبرین روسان چې څرنګه مات شول، او د ماتېدو نوم یې په جهان خپور شو، خو اوسنیو «مستکبرینو امریکایانو» ترې هېڅ عبرت وانخیست، او د افغان مظلوم ولس پر ناموس یې تېری وکړ، هماغسې له شرمېدونکې ماتې سره مخ شي.
















