کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ ثور، ۱۴۰۲ل)
سعودي عربستان ویلي، چې د سوډان په جګړه کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ دوی په لومړي ځل د مخامخ خبرو کوربتوب کوي او د سوډان د پوځ او د دې هېواد د ملېشه ځواک د استازو ترمنځ به د سعودي عربستان په جده کې لیدنه ترسره شي. د سوډان پوځ هم تایید کړې، چې د خبرو لپاره یې یو پلاوی سعودي عربستان ته لیږلی دی، خو د سوډان ملېشه ځواک چې د جګړې بل لوری دی تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي. د سعودي عربستان له لوري په سوډان کې د جګړې د ښکېلو اړخونو ترمنځ داسې مهال د خبرو له پیلېدو څخه خبر ورکول کیږي، چې څو ځله په دې هېواد کې اوربند مات شو.