اسلامي امارت: د رسنیو ستونزو ته رسېدنه د دولت او خلکو په ګټه ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ ثور، ۱۴۰۲ل)

د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال “مهاجر فراهي” د رسنیو د ستونزو هوارول د ټولو په ګټه بللي او ټینګار یې کړی، پرته له دوی بله هېڅ اداره د خبریالانو په کارونو کې د لاسوهنې حق نه لري.

باختر اژانس داسلامي امارت دمطبوعاتي دفتر له قوله خبر ورکړی، چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د نشراتو معین د هرات له يوشمير خبريالانو او مسوولينو سره په دغه ولايت کې د مطبوعاتو دآزادۍ د ورځې د نمانځلو په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې مهاجر فراهي وویل چې پرته له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه بله هېڅ اداراه د رسنیو په کار کې د لاسوهنې حق نه لري.

له بلې خوا د هرات د ملي راډيو تلويزيون مشر فريد ايوبي په دې مراسمو کې ویلي چې په دې ولايت کې د خبريالانو د شکنجې او ځورونې کومه قضيه نه ده ثبت شوې.

د ویلو ده چې د مې میاشتې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ده چې په ۱۹۹۳ کال کې د ملګرو ملتونو له خوا د بیان د ازادۍ د اهمیت په خاطر ونومول شوه او په افغانستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم ولمانځل شوه.

مربوطه مطالب

Back to top button