کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ ثور، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ، د امریکا متحده ایالاتو د ټکساس ایالت په براونزېل ښار کې یو موټر چلوونکي بريدګر په بس سټاپ په ولاړو کسانو بريد کړی چې ۸ کسان يې وژلي او ۱۰ نور یې ټپيان کړي دي.
ځايي پولیسو ويلي، بس سټاپ د کډوالو د پناه ځای سره نږدې و او موټر پې په داسې حال کې ورغلی چې ځینې کسان په ځمکه ناست وو.
پوليس وايي، اووه تنه د بريد پر مهال ځاي پرځاي ووژل شول او يو تن بيا وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
تر اوسه معلومه نه ده، چې موټر چلوونکي قصدا خلک په موټر وهلي او سهوا خو راپور زياتوي چې بريدګر موټر چلوونکي د تيښتې هڅه کوله چې د خلکو له لوري نيول شوی او په زخمي حالت کې پوليسو ته سپارل شوی دی.
تردې مخکې ځينو اسلامي جهادي ډلو هم ورته ډول بريدونه کړي، خو په امريکا کې ورته ډول پيښې ډېر کله د نشه کېدو، رواني ناروغيو او نورو ورته ډول لاملونو له کبله ترسره کېږي.


















