کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ ثور، ۱۴۰۲ل)
د فلسطین له غزې تړانګې راپورونه وایي، چې د اسراییلي اشغالګرو په هوایي بریدونو کې د اسلامي جهاد د ډلې د دریو مشرانو په ګډون ۱۲ تنه شهیدان شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.
د فلسطین د خپلواکې ادارې د روغتیا وزارت د یوې اعلامیې خپرولو سره ویلي، چې په بمبارۍ کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د اسلامي جهاد ډلې ویاند د خپلو درېيو مشرانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.
د اسرائیلو غاصب پوځ بیا په یوه رسمي بیان کې د جهاد اسلامي ډلې د شمالي سیمې د قوماندان “خلیل البیتمي” د وژل کېدو پخلی کړی او ادعا یې کړې ده چې په تیرو څو میاشتو کې یې د غزې تړانګې ته څیرمه سیمو باندې د راکټونو ویشتلو کې لاس درلود.
دغه راز اسلامي جهاد ته نږدې سرچینو د “القدس لوا” د پوځي شورا د مشر “جهاد غنم” او “طارق عزالدین” د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.
د ویلو ده چې په غزې تړانګې د تېرې ورځې راهیسې د اسرائیلي اشغالګرو هوایي او توغندیز بریدونه پیل شوي چې لا هم روان دي.


















