کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ ثور، ۱۴۰۲ل)
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې نن د قطر هیواد لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر “محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د استخباراتو رئیس “عبدالله الخلیفي” او مل پلاوي یې په کندهار کې له رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند سره کتلي دي.
ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې دې لیدنه کې د قطر او افغانستان د اړیکو د پیاوړتیا، د اعتماد د لا ډیروالي، په تعلیمي، صحي او اقتصادي برخو کې د همکاریو ژمنه وشوه.


















