ولسمشر اردغان د عثماني خلافت د نومیالي قوماندان “خیرالدین بربروس پاشا” په نامه یو ستر جومات پرانیست

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ ثور، ۱۴۰۲ل)

د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” نن د جمعې په ورځ په استانبول د عثماني خلافت د نومیالي خلیفه “خیرالدین بربروس پاشا” په نوم د یو نوي او ستر جمات پرانیسته وکړه.

د دغه ستر جمات د بنسټ ډبره د ۲۰۲۰م کال په جولای میاشت کې د ولسمشر اردغان لخوا د استانبول د “بیسیکتاس” ولایت په “لیونت” ولسوالۍ کې کېښودل شوې وه.

د یاد جومات جوړولو دوه کاله او لس میاشت وخت ونیوه او دا په دغې سیمې کې خورا ستر جومات ګڼل کېږي چې د عثماني خلافت د وخت په ځانګړی معمارۍ جوړ شوی او په یو وخت پکې ۲۰ زره لمونځ کوونکي ځایدلی شي.

دغه جومات ۱۶ متره لوړ محراب په درلودلو سره په داسې شکل او موادو ډیزین شوی چې له پنځلسمې پیړۍ وروسته نه و کارول شوي.

دغه راز د جومات د ګنبدې لاندې ۹۹ ستر څراغونه ځای پر ځای شوي چې په هر یوه یې د الله تعالی جل جلاله یو نوم لیکل شوی ده.

د جومات په مینځ کې د سورت ابراهیم ۳۰ او ۳۲ ایاتونه، د سورت یاسین ۴۱ او ۴۲ ایاتونو سربیره د سورت رحمن پوره لیکل شوی ده.

د یادونې وړ ده چې خیرالدین بربروس پاشا د عثماني خلافت د بیړیو لومړنی قوماندان و او نن ورځ یې هم نوم د نړۍ د هغو مهمو سمندري قوماندانانو او هغه کسانو په ډله کې شمېرل کېږي چې د ستر عثماني خلافت په جوړولو کې یې ونډه درلوده.

مربوطه مطالب

Back to top button