د بدخشان مرستیال والي په ځانمرګي برید کې شهید شوی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ جوزا، ۱۴۰۲ل)

د بدخشان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز فیض‌آباد ښار کې د والي مرستیال او سرپرست، مولوي “نثار احمد احمدي” په ځانمرګي برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رسنیو ته ویلي چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د مرستیال والي پر موټر شوې چې په پایله کې یې نثاراحمد احمدي شهید شوی او شپږ کسان نور ټپیان شوي دي.

معزالدین احمدي زیاته کړې چې ټپیان روغتون ته وړل شوي او د پېښې په اړه کشفي ارګانونو څېړنې پیل کړې دي.

د بدخشان د امنیتي مسوولینو په وینا چې د دې برید هدف د والي مرستیال و.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

مربوطه مطالب

Back to top button