کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ جوزا، ۱۴۰۲ل)
د کولمبيا په امازون ځنګله کې د يوې کوچنۍ الوتکې له لوېدو ۴۰ ورځې وروسته څلور ماشومان ژوندي موندل شوي دي.د کولمبيا پوځ او د سيمې اوسېدونکو دغه ماشومان د کاکويټا او ګووير ولايتونو ترمنځ په امازون ځنګله کې له څه باندې پنځو اوونيو وروسته موندلي دي.د سېسنا ۲۰۶ ډوله الوتکه ،چې اووه کسان يې لېږدول، د روان ميلادي کال د مې مياشتې په لومړۍ نېټه د يادې الوتکې انجن کې د ستونزې رامنځته کېدو له امله غورځېدلې وه.
د يادې الوتکې د غورځېدو له امله دوه پيلوټان او د دغو څلورو ماشومانو مور مړه شوي وه، خو ماشومان لا درکه وو. د رسنيو د راپورونو له مخې، دغه ماشومان چې عمرونه يې ۱۳، نهه، څلور او يو کلن دي، د درملنې لپاره د کولمبيا پلازمېنې بوګوتا ته لېږدول شوي دي.د کولمبيا ولسمشر ګوستاوو پېټرو له ۴۰ ورځو وروسته د يادو ماشومانو موندل يوه ((جادويي ورځ)) بللې ده. نوموړي ويلي: ((دوی (( ماشومان)) يوازې وو او د ځان ساتنې او ژغورنې لپاره يې داسې بېلګه ټينګه کړې چې تاريخ به يې ياده ساتي.))ژغورونکو د لټون عملياتو پر مهال ځنګله کې د ماشومانو د پلونو په څېر نورې نښې نښانې هم ليدلې وې او دوی يې دې باور ته نږدې کړي وو چې ماشومان لا هم ژوندي دي.ويل کېږي چې دغه ځنګل د پړانګانو، مارانو او نورو ښکاري ژويو کور دی.

















