په لغمان کې پر يوه قاتل د قصاص الهی حکم تطبيق شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ جوزا، ۱۴۰۲ل)
د هيواد سترې محکمې په لغمان کې پر يوه قاتل د قصاص د الهی حکم د تطبيق کېدو خبر ورکړی دی.سترې محکمې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ياد حکم پرون د لغمان د مرکز مهترلام په عيدګاه جومات کې تطبيق شو.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، د اجمل په نامه دغه قاتل د نسيم زوی د کابل ولايت د ګلدرې ولسوالۍ فعلي اوسېدونکي وو، چې لومړي قتل يې د ناريه اسلحو په واسطه د شپې په يوه بجه کور ته په اوښتلو سره د لغمان قرغيو ولسوالۍ د اوسېدونکي جمعه خان اولادونه هر يو اسحاق، حکيم الله، حقيار او لايقه وژلي، او په دوهم ځل د ټوپک په ذريعه سيد ولي مشهور په شينا ولد جمعه خان وژلي وو.سترې محکمې همدارنګه ويلي، چې دغه موضوع د اسلامي امارت محاکمو ته له راجع کېدو وروسته د اسلامي امارت د درې ګونو محاکمو (ابتدائيه، مرافعه او تميز) له لوري په ډېر دقيق ډول وڅېړل شوه ،چې د هرې محکمې لخوا پرې د قصاص حکم صادر او د تائيد په موخه عاليقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) ته وړاندې شو.په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله له لوري هم د دې موضوع په اړه د وروستي احتياط په موخه فوق العاده څېړنه وشوه او له ديني عالمانو سره په يوه ستره مجموعه کې پرې بحث وشو، چې په پای کې يې پر قاتل د قصاص شرعي حکم تائيد او د هغه د تطبيق امر يې ورکړ.د يادونې وړ ده، چې د ياد حکم د تطبيق په موخه په جوړه شوې غونډه کې د سترې محکمې د جزاء دېوان عمومي رئيس مفتي عتيق الله درويش، د اسلامي امارت ګڼ شمېر مسئولينو او عامو هېوادوالو برخه اخيستې وه.



