مجاهد ریچارډ بېنېټ ته: په افغانستان کې اسلامي قوانين پلي دي، په هغو نیوکې له اسلام سره د غرب ستونزه په ډاګه کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ جوزا، ۱۴۰۲ل)

د اسلامي امارت وياند ښاغلي ذبيح الله مجاهد د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو د برخې ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنېټ وروستی راپور په کلکه رد کړی او هغه يې له واقعيت نه لري او پروپاګند بللي دي.ښاغلي مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې (د ملګروملتونو اوځينو نورو لويديځو بنسټونو او حکومتونو له آدرسه د اسلامي امارت په ضد پراخ پروپاګند روان دي. )د نوموړي په وينا د افغانستان د وضعيت په اړه د ريچارډ بېنېټ راپور د همداسې پروپاګند برخه ده، چې له واقعيتونو سره سر نه خوري.د اسلامي امارت وياند همدارنګه ويلي، چې په افغانستان کې اسلامي قوانين پلي دي، په هغو اعتراض له اسلام سره ستونزه ده.هېره دې نه وي، چې ذبيح الله مجاهد دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې ريچارډ بېنېټ په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو روان وضعيت د اندېښنې وړ وباله.

مربوطه مطالب

Back to top button