م.جمیل باور
ولسمشر اردغان په سوریه، عراق او ایران کې د کردي ډلو پر وړاندې عملیات پراخوي او کردي سیمې به له ترکیې سره یوځای کوي.
مانا د اچې د اوس لپاره په نورو اسلامي هیوادونو کې د پوځي مداخلې فکر نه لري، د ولسمشر اردغان په روانه دوره کې به نوموړی هڅه وکړي چې له غرب څخه لاره جدا او له شرقي هیوادونو سره اړېکې ورغوي؛ خو که په کوم اسلامي هیواد کې داخلي کشمکش جوړېږي بیا نو د شنونکو په نظر لکه څنګه یې چې په اذربایجان، صومالیا، لیبیا او ځینو نورو هیوادونو کې مداخله وکړه او هلته یې د حکومتونو پر وړاندې یاغیان وځپل دا امکان شته چې اوس هم داسې اقدام وکړي ښایي په نږدې راتلونکې کې په سوډان کې هم د مرکزي حکومت په ملاتړ د یاغي ملېشو ځپلو ته د ترکیې ځانګړي ځواکونه واستوي، خو دا په هغه صورت کې چې د جنرال برهان په مشرۍ د سوډان مرکزي حکومت ترې مرسته وغواړي او د ترکیې پارلمان هم اجازه ورکړي.
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” وړمه ورځ د خپل ګوند ملاتړو ته په وینا کې وویل چې لویدیځوالو هڅه کوله چې د لویې ترکیې د جوړولو په اړه په ټاکنو کې ده ته ماته ورکړي او خپل لاس پوڅی واک ته ورسوي؛ خو د ترکیې له ملت څخه مننه کوم چې د دوی هیلې یې په اوبو لاهو کړې او یوځل بیا یې ماته وخت راکړ، چې خپل نیمګړي کارونه بشپړ کړم.
ولسمشر اردغان دغه راز له ټول اسلامي اُمت څخه هم ځانګړې مننه کړې ده چې په خپلو دعاګانو کې یې په یاد وساتلم او د دوی د دعاګانو په برکت د غربیانو هڅې ناکامې شولې.
د شنونکو په باور د ولسمشر اردغان تېرو کړنو ته په کتو داسې ښکاري چې نوموړی به داځل هم هغه څه وکړي چې ورته اړتیا وي؛ خو دا هېڅکله په دې مانا نه دي چې نوموړی دی په نورو اسلامي هېوادونو کې له کوم لامل پرته پوځي مداخله وکړي.


















