کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
په غزه کې د داعش پر یو پټنځای د حماس عملیاتو کې ګڼ شمېر داعش وسله وال وژل شوي
د فلسطین له غزې تړانګې راپورونه وایي چې د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” ځانګړو ځواکونو پرون شنبه د داعش وسله والې ډلې پر یو پټنځای عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې ګڼ شمېر داعشي وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د حماس غورځنګ د پوځي څانګې ویاند “ابو عبیده” رسنیو سره په خبرو کې پېښه تاییدوي؛ خو دا چې څومره کسانو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې څه یې نه دي ویلي.
له بل پلوه فلسطیني فعالانو خبر ورکړی چې په دې څو ساعته جګړه کې ۵ تنه داعش وسله وال وژل شوي، ګڼ نور ټپیان دي او یو شمېر یې د حماس ځانګړو ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د کتوونکو په باور دا چې اسرائیلي نیواکګر د فلسطیني جهادي ډلو سره د مخامخ جګړې توان نه لري نو اوس یې خپلې روزل شوې ملیشې داعش ته دنده سپارلې ده ترڅو په غزه کې د حماس اسلامي غورځنګ مهم مشران په نښه او له مینځه یوسي.
د ویلو ده چې دا لومړی ځل دی چې په غزې تړانګه کې د داعش د شتون او پر وړاندې یې د عملیاتو خبر ورکول کېږي؛ خو تر دې وړاندې څو ځله د مصر له سینا دښتې داعش وسله والو هڅه کړې وه چې فلسطین ته ننوځي خو د فلسطنیي جهادي ډلو له لوري یې مخنیوی شوی و.