پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ د ادارې پلاوي سفر وکړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)

پرون دوشنبه د افغانستان، ازبکستان او پاکستان هېوادونو د اوسپنې پټلۍ لوړرتبه مسؤلینو ترمنځ د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د لار نقشې اړوند درې اړخیزه ناسته وشوه. دغه ناسته کې د افغانستان په استازیتوب د ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت وینا وکړه او ډیر ټینګار پر دې وشو چې باید ژر تر ژره د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې عملي چارې پیل شي.
همدارنګه دغه درې اړخیزه ناسته کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تفصیلي او تخنیکي امکان سنجي مطالعې سرته رسولو او همدارنګه دې پروژه کې پانګونې لپاره د نړۍ په کچه د پانګوالو را جذبولو په موخه پر کلني پلان موافقه وشوه.

مربوطه مطالب

Back to top button