کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۲ل)
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزي وړمه ورځ د افغانستان لپاره د ازبکستان له سفير خواجه شادمانوف سره وکتل.شادمانوف په دې کتنه کې د دوه اړخيزو سياسي اړيکو په پراختيا او د اوسپنې پټلۍ په ګډون په ورته نورو اقتصادي مسايلو خبرې وکړې.په ورته وخت کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال هم د دواړو هيوادونو د ښو اړيکو د يادونې ترڅنګ له ازبکستان هيواد څخه هيله څرګنده کړه، چې له افغانستان سره د برېښنا او کرنې په برخه کې خپلې تجربې او همکارۍ ونه سپموي.

















