هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۳۸ او د نادرکو کسانو ۷۹ تنو ته ورسېد

 کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۲ل)
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند “شفیع الله رحیمي” وايي، په تېرو دریو ورځو کې په میدان وردګو، کابل، خوست، پکتیا، کونړ، نورستان، غزني او ننګرهار ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو کې ۳۸ کسان مړه شوي، ۵۷ نور ټپیان شوي او ۷۹ لا تر اوسه نادرکه دي

د رحیمي په وینا، ۹۲۰ کورونه په بشپړه او جزوي توګه ویجاړ شوي.

د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، ۴۵۶ څاروي تلف شوي او د څه باندې ۷ زره کرنیزو ځمکو حاصلات له منځه تللي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button