فلسطیني مجاهدينو د اسرائيلي پوځ يو زغروال ټانګ د سړک د غاړې په ماين الوځولی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۲ل)

د فلسطین د خبري سرچینو د خبر له مخې؛ د مجاهدینو مقاومت مخکې له مخکې د سړک په غاړه د (سیف ۱) په نوم بم ځای پر ځای کړی وو؛ چي د لویدیځې غاړې د “نورشمس” په کمپ کي د اسرائیلو د پوځ یو ټانک د علمي څیړنو لپاره د تیریدو په حال کي وو؛ چې چاودنه پرې وشوه.

د رسنیو د راپورونو له مخې؛ د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د پوځي څانګې د کنډک “طولکرم” جنګیالیو د لویدیځې غاړې په نور شمس کمپ کي د صهیونیسټ رژیم یو زغره وال ټانک په بم والوزاوه

د راپورونو له مخې؛ د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د دوشنبې په سهار په دغه کمپ حمله وکړه؛ چي د فلسطینیانو له مقاومت سره مخامخ شول او د دواړو لورو ترمینځ سختې نښتې وشوې.

تر اوسه پورې د صهيونېسټ رژيم پوځ او اسرائيلي رسنيو د دغې پېښې د زيان په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کي ده؛ چي په دې وروستیو کي د لویدیځې غاړې د جهادي ځواکونو پر ضد د اسرائیلي رژیم پوځي عملیات د مقاومت له جالونو او د سړک د غاړې د بمونو له چاودنو سره مخامخ دي؛ خو اسرائیلي پوځ د دغو پیښو اصلي تلفات پټوي.

مربوطه مطالب

Back to top button