د روانې اوونۍ په پيل کې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو د سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي په مشرۍ يو مرکچي پلاوی د قطر پلازمينې دوحې ته په رسمي سفر لاړ، چې هلته د قطر او نورو هيوادونو له استازو سره د خبرو اترو ترڅنګ د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي، ټام ويسټ، په مشرۍ امريکايي پلاوي سره پر يو لړ مهمو او حياتي موضوعاتو خبرې وکړي.
که څه هم د دغو خبرو په هکله تر اوسه پورې اسلامي امارت او د امريکا د متحدو ايالاتو رسمي چارواکو ډېر معلومات نه دي ورکړي، خو دوحې ته له روانېدو وړاندې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزير په هوايي ډګر کې يوه لنډه مرکه درلوده او د دغو خبرو د اجنډا او موضوعاتو په هکله يې وويل، چې هڅه به وکړي امريکايي لوري سره دافغانستان د کنګل شويو شتمنيو پر ازادېدو، د تعزيراتو په پورته کولو، پر بانکي سيستم د محدوديتونو له منځه وړلو، د تورو لېستونو پر موضوع او په مجموع کې د يو مثبت تعامل د رامنځته کولو پر لارو چارو خبرې وکړو.
د چارو شنونکي او کارپوهان په دې نظر دي، چې دغه ډول خبرې کولی شي، د نړۍ او اسلامي امارت ترمنځ اړيکو ته مثبت تغير ورکړي، د يو بل غوښتنې او وړانديزونه له نږدې واوري، قناعت سره وکړي او پای کې د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ شريکه ژبه او تفاهم رامنځته شي.
دوحه کې روانې خبرې اترې داسې مهال پيل شوي، چې پر افغانستان د اسلامي امارت د حاکميت دوه کاله په پوره کېدو دي، په دغې موده کې که څه هم اسلامي امارت د امنيت، اقتصادي ودې، فساد او د مخدرد موادو په وړاندې مؤثرې مبارزې، مرکزي او ځواکمن نظام جوړولو او يو شمېر نورو برخو کې چټګ ګامونه اخيستي او پراخ اصلاحات يې راوستي دي؛ خو بيا هم نړيوالې ټولنې د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې په موضوع کې ګام نه دی پورته کړی.
د چارو پوهان په دې نظر دي، چې نړيواله ټولنه، په ځانګړي ډول لوېديځ دغه موضوع په خپلو يو لړ سياسي ګټو پورې تړي او په دې لاره کې ځينې کوچني موضوعات يوازې د وسلې په توګه کاروي، دوی غواړي چې د رسميت په بدل کې يې اسلامي امارت بايد يو لړ غوښتنې او وړوانديزونه ومني.
اسلامي امارت په وار وار د تفاهم او سياسي حل پر اړتيا ټينګار کړی، خو د دې معنا دا نه ده، چې د لوېديځ ټول وړانديزونه او غوښتنې د منلو وړ دي، بلکې په دې برخه کې ديني او ملي ارزښتونه اسلامي امارت ته سرې کرښې دي او د دغو ارزښتونو د ساتنې لپاره يې خورا اوږده او سخته مبارزه کړې ده.
نړيواله ټولنه او اسلامي امارت دواړه لوري یو لړ مکلفيتونه او مسئوليتونه لري او هر يو يې بايد په سرته رسولو کې زړور ګامونه پورته کړي، نړيوال مکلف دي، چې نور د افغان ملت له حقونو سره لوبې ونه کړي، شتمنۍ يې ازادې کړي، نماينده حکومت يې په رسميت وپېژني او د افغانستان د منزوي کولو هڅې پريږدي؛ اسلامي امارت هم بايد په ټول ځواک له رامنځته شوي فرصت څخه سالمه ګټه پورته کړي او په يو لړ هغو موضوعاتو کې چې ديني او ملي ارزښتونو سره ټکر کې نه وي، نړۍ سره يو تفاهم ته ورسېږي.