ایران او پاکستان: د یو سولییز افغانستان غوښتونکي یو

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۲ل)

ایران او پاکستان ټینګار کړی، چې د یو سولییز او پرمختللي افغانستان غوښتونکي دي او په هېڅ ډول نه غواړي چې دغه هیواد یوځل بیا د بې ثباتۍ خواته لاړ شي.

د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه کړې چې د افغانستان په مسایلو کې به ښکېل پاتې شي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، بلاول بوټو زرداري او حسین امیر عبداللهیان پرون په یوه ګډه خبري غونډه کې د وینا پرمهال وویل دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د پرمختګ لپاره به خپلې فعالې ښکېلتیا ته دوام ورکوي.
جیو نیوز ټلویزیون د ایران د بهرنیوچارو د وزیر له قوله خبر ورکوي چې وايي، د افغانستان هرراز وضعیت به پر ګاونډیو هېوادونو، پاکستان او ایران هم اغېز ولري که افغانستان امن وي د ایران او پاکستان په ګډون به د سیمې ټول هیوادونه ورسره په امن وي؛ خو که افغانستان نا امنه کېږي د ټولو سیمه ییزو هیوادونو لپاره خطر جوړیدلی شي.
عبداللهیان ویلي چې په همدې دلیل په هر حالت کې دا د دواړو هېوادو دیني او انساني دنده ده، چې د افغانستان د خلکو او حکومت ملاتړ وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button