د محکمې له پرېکړې وروسته، عمران خان د پوليسو له لوري بيا ونیول شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۲ل)
د محکمې له پريکړې ورورسته د پاکستان پخوانی لومړی وزير، عمران خان يوځل بيا د پوليسو له لوري ونيول شو.
محکمې نن د حکومتي ډاليو د خرڅولو په تور، هغه ته يولک روپۍ جرمانه او د درې کلونو د بند سزا واوروله.
ځايي رسنۍ ليکي، چې عمران خان نن په لاهور ښار کې په خپل کور کې نیول شوی دی.
په اسلام اباد کې د يوې محکمې قاضي همایون دلاور وايي، چې د عمران خان پرضد لګول شوي تورونه رښتیا ثابت شوي او په درې کاله بند محکوم شوی دی.
د پاکستان د انتخاباتو کمېسيون يوه وکیل امجد پروېز ويلي، د عدالتي سزا وروسته به عمران خان د پنځه کلونو لپاره نااهله شي.
د تحريک انصاف ګوند د توشه خانې قضيه کې د عمران خان نيول کړي او وايي چې خان تر نيولو وروسته د کوټ لکهپت جېل ته انتقال شوی دی.



