افغان مرستیال لومړي وزیر ملا برادر د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۲ل)
له ترکیې ورکړل شوي راپورونه وایي چې افغان مرستیال لومړي وزیر “ملا عبدالغني برادر اخند” او ورسره مل پلاوي ترکيې ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد هيواد د بهرنيو چارو له وزير سره کتلي دي.
د ملا برادار دفتر ته نیږدې سرچینو “کابل ټکی کام” ته ویلي چې په دې لیدنه کې د افغان- ترک ترمنځ د هراړخيزو اړيکو په اړه خبرې شوې دي.
د ملا برادر دفتر وایي چې نوموړي د ترک خارجه وزير څخه وغوښتل، چې ترکيې پانګوال افغانستان کې په بيلابيلو برخو کې پانګونې ته وهڅوي، په ترکیه کې دې د افغان کډوالو سره ښه سلوک وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره دې اغیزمنې هڅې وشي.
د ملا برادر دفتر وایي چې د ترکیې خارجه وزير ورته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د ویلو ده چې په افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ دوه کاله په پوره کېدو دي؛ خو دا لومړی ځل دی چې نوموړی له هیواد څخه د باندې سفر کوي ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې به افغان مرستیال لومړی وزیر او د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند د ترکیې د ولسمشر “رجب طیب اردغان” په ګډون له یو شمېر لوړ پوړو ترکي چارواکو سره د لیدنو کتنو ترڅنګ په ترکیه له میشتو افغان پانګوالو سره هم وویني او کابل ټکی کام ته د رسېدلو مالوماتو له مخې له ترکیې وروسته به سعودي عربستان ته هم سفر وکړي.



