احمد محسن مل
هر انسان چې دې نړۍ ته راځي، خامخا هغه يو داسې څه په خپل ځان کې لري، چې هغه په نورو انسانانو کې کم يا نه وي. که چېرې يو څوک د خپل ځان په ارزښت پوه نه شې، هغه به ټول عمر په دې دنيا کې عبس تېر کړي او په پای کې مړ شي او کېسه به يې ختمه شي. په دې ليکنه کې هڅه کوو، چې دا موضوع وڅېړو، چې څنګه کولی شو خپل ځان ته ارزښت ور کړو، څه ډول خپل ځان ټولنې او خلکو ته د خدمت په موخه ور وپېژنو.
لکه څرنګه مې چې په پيل کې يادونه وکړه، چې هر انسان په دې نړۍ کې ځانګړی ارزښت لري، خو کله داسې هم کېږي چې همدا انسان د خپل ځان په ارزښت پوه نه شي او خپل ټول ژوند داسې عبس تېر کړي، چې نه خپل ځان ته ګټه ورسوي او نه بل انسان ته ګټه ورسوي. ددې لپاره چې په خپله ټولنه کې ارزښت پيدا کړو، نو تر ټولو لومړۍ بايد د خپل ځان وړتياوې، اهميت او ارزښت وپېژنو.
۱. د خپل ځان اړوند سوچ وکړه، چې ته ماشوم يې، ځوان يې او يا هم د ډېر عمر يې. ضرور به ستا په شاوخوا کې داسې څوک وي، چې تا ته به احترام کوي، تا سره به ملګرتيا کوي، په تا به باور کوي، تا سره به مينه کوي، ته به ورته ګران يې، له تا به مشوره اخلي، تا به ځينو ځانګړيو مراسمو ته غواړي او همدارنګه په يو څه نه، په يو څه کې به تا ته اړتيا لري. که ته د ځان اړوند فکر وکړې، نو خامخا به خپل ځان ته وايې، چې ته په دې نړۍ کې يوازې نه يې، يو څوک تا ته اړتيا لري او يو څوک ستا په ارزښت پوه دی، نو د ځان اړوند به دې ضرور دا فکر غښتلی کېږي، چې زه په خپله ټولنه کې د پام وړ کس يم.
۲. د خپلو وړتياو په اړه فکر وکړه. علم دې کړی دی، په ښه و بد پوهېږي، ښه اخلاق لرې، کوم ځای استاذ يې ټولنې ته خدمت کوې، د خبرو کولو هنر لرې همدارنګه خپل ټول مهارتونه او هنرونه دې خپلې مخې ته کېږده. کله چې داسې وکړې، نو خامخا به د خپل ځان اړوند دا فکر کوې، چې کولی شم، چې خپلې ټولنې ته خدمت وکړم، خپل ځان خپلو موخو ته ورسوم، کولی شم، چې بل څوک له خپلو وړتياو څخه برخمن کړم او په خپله ټولنه کې د يو مطرح شخص په توګه ژوند وکړم.
۳. د خپلې روغتيا په اړه دې فکر وکړه. رک روغ يې، ځوانې لرې، هېڅ رواني تکليف نه لرې. شته ډېر داسې خلک، چې هغوی ستا په څېر له روغتيا برخمن نه دي، په ورځو او شپو په روغتونونو کې پراته دي او له درد او ستونزو ډکې شپې او ورځې تېروې. ته چې روغ و جوړ بدن لرې، ولې په خپل ځان شکر نه وباسې او ولې له دې خپل روغ وجود څخه سمه ګټه نه اخلې.
۴. شته ځينې خلک، چې د خپل تېر ژوند په سبب له راتلونکي ژوند مايوس او خپه دي. يوه خبره بايد ياد وساتو، چې موږ نه شو کولی، چې په خپل تېر ژوند کې بدلون راولو؛ ځکه هغه تېر شوی دی. موږ يوازې کولی شو، چې له تېر ژوند څخه په راتلونکي کې د لارښود په توګه کار واخلو. دا په دې مانا، چې خپلې تېروتنې بايد بيا ځل تکرار نه کړو او هغه څه چې زموږ د پرمختګ سبب شوي دي، هغې ته دوام ور کړو. نو د همدې له مخې يو څوک بايد د خپل تېر ژوند اړوند دومره فکر ونه کړي، چې خپل راتلونکی ژوند له خطر سره مخ کړي او بايد خپل ځان ته په دې ډاډ ور کړو، چې زه اوس هم ډېر وخت او ډېر څه په لاس کې لرم، چې کولی شم، خپل راتلونکی په ښه لوري رهبري کړم.
۵. کوښښ بايد وشي، چې خپل ځان ته عالي هدفونه وټاکل شي، تر څو د يو په پوره کېدو سره؛ په خپل ځان وياړ وکړې او د بل هدف لپاره اړينه انرژي واخلې، چې زه کولی شم، چې خپلو هدفونو ته يو په يو ورسېږم او خپلې هيلې پوره او تر سره کړم.
هر څه هغه وخت ارزښت پيدا کوي، چې په هغه کې يو کمال موجود وي. موږ که د خپل ځان اړوند همدا ډول فکر وکړو، نو ضرور موږ په خپل ځان کې ډېر کمالونه وينو، چې ددې په مرسته کولی شو، خپل ځان ته ددې ډاډ ور کړو او په دې ووياړو، چې زه په خپله ټولنه کې ارزښت لرم، ټولنه ما ته اړتيا لري او همدرانګه زه يو داسې څه کولی شم او داسې صفتونه لرم، چې په بل چا کې نشته.


















