کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۲ل)
پاکستاني رسنۍ وایي اټکل کیږي، چې د دغه هیواد د سرپرست صدراعظم د غوراوي لپاره به نن پریکړه وشي. د پاکستان ډان ورځپانې پرون راپور ورکړی، چې صدراعظم شهباز شریف او په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر راجا ریاض څو ځلې سره کتلي دي خو تر اوسه دوی د عمومي ټاکنو په اړه څه نه دې ویلي. د پاکستان د اساسي قانون له مخې، د پارلمان تر منحل کیدو وروسته باید د نوي ورځو په ترڅ کې ټاکنې وشي. د پاکستان پارلمان د تېرې چهارشنبې په ورځ خپله وروستۍ غونډه وکړه او په دې ډول د ایتلافي حکومت چارې پای ته ورسیدې، د نوي سرپرست تر ټاکلو به شهباز شریف د صدرات چارې مخته وړي.


















