د جوزجان- بلخ پر لاره د ترافیکي پېښې له امله ۷ تنه مړه او څلور ټپیان شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې ، د جوزجان- بلخ پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله اووه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویاند خیرالله خیرخواه ويلي، چې دا پېښه د دغه ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

خيرخواه زياتوي، چې په دې پېښه کې د څلورو مېرمنو او دوه ماشومانو په ګډون ۷ کسان مړه او د دوه مېرمنو په ګډون څلور نور ټپیان شوي دي.

د خيرخواه په وينا، ټپيان په سیمه کې نږدې روغتون ته د تداوۍ لپاره لېږدول شوي دي.

پېښه د کرولا او سراچې موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده چې مسؤلين يې د موټر چلوونکو بې احتياطي او د موټرو تېز سرعت بولي.

مربوطه مطالب

Back to top button