اطلاعاتو اوکلتور وزارت: اسلامي امارت د رسنيو د اصولو او ارزښتونو د ساتنې لپاره قوانين وضع کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د وږي لومړۍ، ۱۴۰۲ل)

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رئیس وايي؛ د ملګرو ملتونو په منشور کي راغلي؛ چي هر هېواد کولای شي د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د رسنیو په اړه قوانین وضع کړي؛ نو اسلامي امارت د رسنیو د اصولو او ارزښتونو د ساتنې لپاره قوانین وضع کړي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد د هېواد د خپلواکۍ د ورځې د نمانځنې په مراسمو کي وویل؛ د ملګرو ملتونو په منشور کي راغلي؛ چي هر هېواد کولای شي د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د رسنیو په اړه قوانین وضع کړي او اسلامي امارت د اصولو او ارزښتونو د ساتنې په موخه قوانین وضع کړي دي.

ښاغلي حماد ټینګار وکړ؛ چي دغه بندیزونه د هېواد د اصولو او ارزښتونو د ساتلو په موخه له رسنیو پورته دي.

په ورته وخت کي د افغانستان د علومو اکاډمۍ مرستیال امیرخان ثاقب وايي؛ سره له دې چي هېواد ازادي ترلاسه کړې؛ خو په هېواد کي د کلتوري اشغال لړۍ لا هم روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button