امریکا: وسله وال برید کې ۴ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۵ وږی، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې ، يوه وسله وال بريدګر د امريکا متحده ایالاتو د فلوریډا ایالت د جکسنویل ښار په یوې مغازې کې په خلکو ډزې کړي، چې لږ تر لږه درې تنه یې وژلي دي.
ځايي چارواکي وايي، دغه بريد کوونکی سپين پوستی و او د تور پوستو څخه يې کرکه لرله چې بالاخره يې پرې بريد وکړ.
د چارواکو په خبره، بريد کوونکی په یوې مغازې کې پټ شوی و او ګمان کیږي چې تر بريد وروسته يې پخپله ځان ویشتی او وژل شوی دی.
پولیس وايي، دا برید کوونکی د یوې بلې ولسوالۍ څخه د خلکو د وژلو لپاره ورغلی و.
دا پیښه د فلوریډا ایالت په سیمه ایز وخت د ماسپیښن په ۲ بجو د ډالر جنرال په مغازې کې یو پوهنتون سره نږدې شوې چې په تاریخې لحاظ ډیری زده کوونکي یې تور پوستي امریکایان دي.

مربوطه مطالب

Back to top button