کابل ټکی کام ۲۸سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
یو شمېر دولتي رسنیو او د کابل ادارې استخباراتي ارګانونو له تېرې ورځې را هیسې دا ادعاوې کوي چې د غزني ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د طالبانو تر منځ خپلمنځۍ جګړې دوام لري، او بله دا چې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د طالبانو یو قومندان یې نیولی دی، د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري مونږ ته په په رالېږل شوي پیغام کې دغه ادعاوې په کلکه رد شوي دي.
مجاهد ویلي دي:
«موږ د دښن دغه راز پروپاګند په کلکه ردوو، په دواړو ساحو کې هيڅ پيښه نشته او نه هم د مجاهدینو کوم قومندان چیرې نیول شوی.»
مجاهد همدا راز وايي، دا چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د افغان عسکرو مورال مخ په ځوړند روان دی، او د طالبانو تر سختو بریدونو لاندې دي، افغان حکومت په دا ډول تبلیغاتو خپلو عسکرو ته روحیه ورکوي، او افغان مجاهد ولس ته تشویشونه پیدا کوي.
مجاهد زیاتوي:
«موږ په دې اړه ټول ولس ته ډاډ ورکوو، چې داسې آوازې حقیقت نلري او باید د دښمن له آدرسه دغه ډول پروپاګند کولو ته تاسو مخکې له وړاندې متوجه واوسئ او په اړه يې تشويش ونکړئ.»
















