رالېږنه : اسماعيل افغان
دومره مې وژاړل د ستا دبیلتانه له درده
سترګې چې پټې کړم خوږیږي مې باڼه له درده
لکه دپاڼې جدایۍ زیړه کړلې ته له درده
لکه د ونې ېې په ملا مات کړمه زه له درده
ته رانه مه پوښته چې ولې مې خوبونه نيشته
ته راته ووایه څوک څنګه شي ویده له درده
په هغه شپه چې شړک باران په کشمالو وریده
د زلفو یاده په خدای زړه مې چاودیدده له درده
ستا تګ نه پس هم چې ساه اخلمه رښتیابه وي چې
نه څوک د چاله غمه مري جانه او نه له درده
که ځي زما په خاطر هره چهارشنبه زیارت ته
مادې همدې لپاره هم نه کړي خدای ښه له درده
« جلاله» مینه به بدنامه شي په ټوله دنیا
په ډک محفل کې په زړه لاس مه ږده دزړه له درده

















