یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

غرب د اسلام په ځواب کې پرته له جګړې بل څه نه لري

fateh1 نشرونکی: fateh1
فبروري 17, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
9
ځلې شریک شوی
115
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکنه : سلیمان احمدی

په حقيقت کې د غرب د نوې نظريې مفکرين پاتې راغلل . د هغوی نوې نظريه علمانيت يا بې ديني وه چې له تېرو درې پېړيو راهيسې يې په خپرولو او جاري کولو کې ښې ډېرې خوارۍ وکړې . هغوی ځکه د بې دينۍ خوا ته فنا يووړه چې ټولنه يې په عيسويت ګروهمنه وه خو د عيسويت تاريخ تېر ؤ او نور نه د چلېدو ؤ او نه يې د بشري ژوندانه ستونزې حل کولای شواې . همدا وجه وه چې دغه نوي افکار په ټول غرب کې ډېر زر خپاره شول او تر سياست او واکمنۍ پورې ورسېدل چې د جمهوريت ، سیکولريزم او ديموکراسي په نومونو هرې خوا ته وغځېدل. څرنګه چې دغه مفکوره کې د انسان پر معنويت يو مخ کرښه راښکل شوې او د ټولنې ټوله توجه يې د ماديت لور ته واړوله نو ځکه يې په تخنيک او اقتصاد کې د پام وړ پرمختګ وکړ او د ژوند لپاره يې زښته ډېر وسايل چمتو کړل . خو دا چې د انسان يو ډېر مهم ضرورت يعنې معنويت او روحانيت يې له پامه غورځولی ؤ نو ځکه يې ونه شو کولای د وسايلو دپرېمانۍ سره سره انسان ته خوښي او سکون ورکړی شي . بلکې دغې نوې تګلارې بلا نور مشکلات ور جوړ کړل . هم يې سياست او جمهوريت ناکام شول او ګډوډي يې منځ ته راوړه ، هم يې اقتصادي نظام خراب کړ ځکه د سودي کاروبار په نتيجه کې ټوله پانګه څو محدودو لاسو ته ورغله او هم يې د ښځو او نارينه ؤ د مساوات له امله ټولنه غير فطري شوه ، کورنی نظام ختم ، د اولاد روزنه تباه او د ښځو خپل اصلي حيثيت يې له منځ يووړ . لنډه دا چې دا مهال د لويديځ ټول بازار د وسايلو له پلوه ښه په ځل بل کې دی خو د انساني فطرت له مزاياؤ بالکل بې برخې دي . هلته ټوله پرېشاني او خواشيني ده ، مينه او خواخوږي نشته مورولي او پلارولي نشته ، ورورګلوي نشته او د مېړه او مېرمن په ژوندانه کې د ذره مينې درک نه لګيږي . په دې معنا چې غربي نړۍ د وسايلو له پلوه هيڅ نيمګړتيا نه لري خو همدغه پور او مأمور انسان د خپل معنويت او روحانيت په ورکه پسې شپه ورځ لالهانده ګرځي . د لويديځ د غه تږې پرګنه کې چې هر بختور د اسلام له خواږه شربت غوړپ کړی يو دم يې زړه ته ډاډ او سکون ورننوزي او نن سبا په اروپا او امريکا کې د اسلام د دچټک خپرېدا اصلي راز همدلته دی . دا مهال غربي واکمن چې هلته يې دولت او ميډيا دواړه برمته کړي د خپلو ولسونو همدغه ميلان سخت وارخطا کړي ځکه له يوې خوا د اسلام فطري تعليمات د خلکو پر زړونو ډېر خواږه ورپرېوځي او له بلې خوا د لويديځ په ساينس او علمي ثبوت روږدي خلک چې هر څومره ژورې څېړنې کوي نو د اسلام هيڅ خبره کې له واقعيت او ثبوته مخالف کوم شی نه مومي . يعنې اسلامي لارښوونې هم ساينس دي هم سکون . په دې اساس د اسلام داعيه ډېره مستنده او واقعي ده . په دنيا کې هيڅ داسې مذهب او مفکوره نشته چې اسلام سره خبرو او مناظرې ته کيني . ځکه خو د اسلامي داعيانو له دغې تېرې تورې د هر فکر او هرې فلسفې پلويان سخت په ويره کې دي . مطلب دا چې د لويديځ په وسايلو مالامال مخکښان هيڅ کله نه شي کولای د اسلام کومه لارښوونه وننګوي او څه معقوله او منطقي نيوکه پرې وکړي او په دې ډول د لويديځ ولسونه د اسلام له منلو ايسار کړي نو ځکه يې بدماشۍ ته لاس واچاوو او پر مسلمانانو يې يرغلونه پيل کړل . دا وخت د لويديځ واکمنو سره د اسلام د مقابلې لپاره پرته له جګړو ، بمباريو او پوچ پروپاګنده بل هيڅ شی نشته بلکې اوس مهال پر ټوله اسلامي نړۍ د هغوی ناتار يرغلونه يوازې او يوازې په همدې موخه دي چې د خپلې ناکامې فلسفې او غير فطري تګلارې له منفي پايلو د خلکو پام واړوي او په دې ډول خپلو سيمو کې د اسلام د خپرېدو مخه ډب کړي . خو اسلام به د الله تعالی د رښتيني دين او ژوندني کامل نظام په توګه په غير ارادي ډول د هر عادل کس او سليم عقل خاوند زړه ته ننوځي . او دا شان به آخر هم د عقل او واقعيت په ډګر کې ټولې نړۍ ته د اسلام حقانيت په ډاګه څرګنديږي او پر ټولو خلکو به د الله تعالی حجت قائميږي .

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

 

مخکینې مطلب

په  غربي ډيموکراسۍ کې  د ښځو حقوق  نه ساتل کېږي

بل مطلب

طالبان: «په غزني کې خپلمنځينۍ جګړه نده شوې، د دولتي رسنیو وروستي خبرونه دروغ دي»

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com