کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۲ل)
د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير ويلي، اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نوموړي وړمه ورځ د ايران له پلاوي سره په کتنه کې ويلي ،چې دوی د شته ستونزو د حل په برخه کې پر تعامل او ډيالوګ باور لري.ده زياته کړې: اسلامي امارت له ټولې نړۍ او په ځانګړي ډول له ايران سره د متقابل درناوي په فضا کې مثبت تعامل غواړي او په کار ده ، چې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې پراخې شي.ده يو وار بيا په افغانستان کې د داعش ډلې دله منځه تللو په برخه کې ډاډ څرګند کړی او ويلي يې دي چې ګاونډي هيوادونه دې په دې اړه هېڅ اندېښنه نه لري.ايراني پلاوي هم د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراخېدو ټينګار کړي.
















