کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲ وږی، ۱۴۰۲ل)
د قطر الخیریه بنسټ د کندهار د عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون سره د همکاریو ترڅنګ کندهار کې یو نوی ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي. د قطر الخیریه بنسټ دوو تنو استازو کندهار ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې کندهار ته یې د سفر موخه د یوه نوي ۴۰۰ بستریز روغتون جوړول او د عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون سره د اړتیا وړ روغتیايي تجهیزاتو کې به همکاري ده. هغه زیاته کړې چې دوی به د دې ټولو برخو په اړه معلومات د قطر الخیریه بنسټ سره شریک کړي. په دې لیدنه کې د کندهار والي ویلي، له کلونو جنګونو وروسته په هېواد کې سرتاسري امنیت راغلی او اوس د هر هیواد خیریه بنسټونو ته د کار کولو لپاره ښه زمینه برابره ده