افغان او پاکستاني لوري د تورخم د دروازې او اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۲ل)
اسلام آباد کې د ا.ا.ا سرپرست سفیر ښاغلي م. “سردار احمد شکیب” دتورخم دروازې او اړونده موضوعاتو په اړه د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي ښاغلي “آصف دراني” سره وکتل.
په دې کتنه کې د تورخم د روازې دبندیدو له امله د مسافرو، ناروغانواو سوداګرو د ستونزو په اړه تفصیلي خبرې وشوې.
ښاغلي شکیب وویل، د دروازې بندیدل د دواړو هیوادونو په زیان دی، او ټینکار یې وکړ چې د پاکستان حکومت باید ژر تر ژره یاده دروازه پرانیزې، چې هلته بند مسافر او سوداګر ډېر په مشکل حالت کې دي.
ښاغلي دراني وویل چې دوی هم په همدې فکر دی چې د دروازې تړلو سره دواړو غاړو ته عام خلک متضرره کیږي.
نوموړي زیاته کړه چې له خپلو اړونده اداراتو څخه يې د تورخم دروازې د ژر خلاصون غوښتنه کړیده.
ښاغلي دراني هیله څرګنده کړه هرڅومره ژر چې ممکن وي د تورخم دروازه به د عام تګ راتګ او تجارت پرمخ خلاصه شي.



