د مراکش زلزله کې د وژل شويو کسانو شمېر تر ۱۰۰۰ زر تنو واوښت

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۲ل)
د مراکش د کورنیو چارو وزارت د ورکړو معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې په وروستۍ زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر تر زرو واوښت.
چارواکي وايي ، ډېره مرګ ژوبله او ویجاړي په الحوز، مراکش، ورزازات، ازیلال، شیشاوه او تارودان ولایتونو کې رامنځته شوې ده.
د امریکا جیولوژیکي سوسایټي ویلي، د مراکش زلزله په تېرو ۱۲۰ کلونو کې بېسارې ده.
د امریکا متحدو ایالتونو، هند، فرانسې او يو شمېر نورو هېوادونو هم د مرستې ژمنتیا ښودلې ده.
د مراکش د کورنیو چارو وزارت وايي، ډېری کسان په مراکش او سویلي او غرنيو سیمو کې مړه شوي چې لاسرسی ورته سخت دی.



