سويډن: د ترکیې په کلتوري مرکز برید شوی دی

کابل ټکی کام (۲۹سلواغه ۱۳۹۴ل) هاشمي عبدالله
د سويډن پلازمېنه اسټکلهم کې د ترکیې کلتوري مرکز سره نږدې برید شوی دی چې مالي زیان یې اړولی دی.
پولیس وايي چې برید کې مرکز ته زیان اوښتی دی خو ځاني تلفات نلري.
د یوې پوښتنې په ځواب کې د پولیسو مشر وویل چې دوی تراوسه پدې تړاو نه څوک نیولي او نه یې هم څوک تر شک لاندې دي.
تېره شپه په انقره کې یوې چاودنې لږترلږه ۲۸ کسان ووژل او تر شپېته یې زیات ټپیان کړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button