کابل ټکی کام ۲۹سلواغه/۱۳۹۴، فرید احمد
تېره شپه د میدان وردګو ولایت د جلګې ولسوالۍ د تنګي سیمې په بازار کې د سویډن مؤسسې له خوا په یوه جوړ شوي روغتون باندې چاپه ووهل شوه، او څلور بستر مریضان یې ووژل.
دغه روغتون د سوېډن د مؤسسې له خوا جوړ شوی، او د هغوی له خوا یې حمایه کیږي.
د چاپې پر مهال امریکایي او افغاني عسکرو د روغتون ډاکټران سخت ډبولي، د روغتون د درملنې او طبي سامانونه یې لوټ کړي، او ودانۍ زیانمنه شوې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مونږ ته په رالېږل شوي پیغام کې د امریکایي او افغان عسکرو یاده چاپه په کلکو ټکو غندلې او له نړیوالو سازمانونو څخه یې غوښتي، تر څو لږترلږه دا ډول بریدونه وغندي، او په مخنیوي کې دې په پوره مانا خپل مسئولیت اداء کړي.
د یادولو ده چې وړاندې هم امریکایانو له افغان عسکرو سره په ګډه ورته پېښې رامنځ ته شوې دي؛ په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون درنده بمباري هم د امریکایانو وکړه، چې په روغتون کې د مریضانو په ګډون د ټولو کارکوونکو د مرګ ژوبلې شمېره تر سلو زیاته ښودل شوې وه.
















