د چین او امریکا ترینګلې اړیکې؛ ولسمشر بایډن په یو ناڅاپي سفر ویتنام ته تللی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ وږی، ۱۴۰۲ل)

د امريکا ولسمشر، جو بايډن په نوي ډيلي کې د ۲۰G – په سرمشريزه کې له ګډون وروسته د ويتنام پلازمېنې ته تللی او هلته يې د چين له مرستيال ولسمشر «شي جين پينګ» سره کتلي دي.

د امريکا ولسمشر د سپتمبر په ۱۱ مه د ويتنام په پلازمېنه هانوي کې په يوه خبري ناسته کې ویلي، که هغه له خپل چينايي سيال سره په شخصي توګه خبرې ونه کړي، نو دا ډول حالت د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ په معنا نه دی.

هغه دا هم ویلي چې د چین له صدراعظم سره یې د لیدنې پر مهال د ثبات په اړه خبرې کړې او ډاډ یې ورکړی چې مخ پر ودې هیوادونه ‘بدلون ته لاسرسی لري’ او دا چې هغه لا هم د چین له ولسمشر سره د لیدو پلان لري.

د امريکا او چين تر منځ اړيکې په دې وروستيو کلونو کې د امريکا له خوا د چين د بالونونو د غورځولو له امله ترينګلې شوې دي.

امریکايي چارواکو د چین حکومت تورن کړی چې د دغه بالون په کارولو سره د امریکا خاورې ته جاسوسي کوي.

خو چین ویلي دي چې دا بالون د ملکي هوا پېژندنې لپاره کارول شوی و او په غلطۍ سره د امریکا هوايي حریم ته داخل شوی و.

د ویلو ده چې «شي جين پينګ» په هند کې د جي ۲۰ مشرانو په غونډه کې ګډون نه دی کړی.

مربوطه مطالب

Back to top button