کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ وږی، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې، په ننګرهار کې د سېلابونو له امله لسګونه کورونه ويجاړ شوي او خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
د ننګرهار چارواکي وايي، سېلابونه ددغه ولايت په مومندرې او لعل پورې ولسوالیو کې راوتلي، چې له امله د هزارناو، ډکې، باسول، غزګي او نوروسیمو کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.
د مومندرې ولسوالۍ امنیتي مسوولینو ویلي، چې د تېرې شپې سېلابونو له امله د یادې سیمې شاوخوا ۳۰ کورونه ویجاړ او یوشمېر کورنۍ بې کوره شوي، چې لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دغه راز د مومندرې امنیه قومندانۍ مسوولینو زیاته کړې، چې دغو ورښتونو او سېلابونو د شاتو مچیو ۶۰۰ صندوقونه هم له منځه وړي دي.


















