عمر؛ یو الګو سرتېری!

دادمحمد ناوک

په ټول لښکر کې یوازې دوه اسان ورسره دي، د ګوتو په شمېر زغرې او تورې ورسره دی او دا يی په فکر کې نه ور ګرځي، چې له مسلح منظم زر کسیز لښکر سره به يی ټکر راځي، خو ټکر راغی، همدې کم ټولګي د همدې منظم لښکر پر وړاندې په رڼه میدان د جګړې ډګر ته ور ودانګل!

یوازې بدر نه؛ بلکې تر دې درې کاله وروسته، د دوی سلګونه ملګري د دښمن د احزابو د زرګونه لښکر له لوري تر میاشتې ډېره موده په محاصره کې پاتې شول؛ کیسه لا ختمه نه شوه، یوازې دوه کاله وروسته يي صرف درې زره سرتېري د نړۍ د پرمخ تللي پوځ او د وخت د زورور له دوه سوه زرو عسکرو سره د هغوی په ځمکه کې د ننه موته کلي کې، له خپل مرکز نه په سلګونه کیلومتره لرې په جګړه کې کېوتل!

له نبوي مبارک سیرت، له هغه وروسته د خلفای راشدینو رضی الله عنهم اجمعین او زموږ د ورپسې اسلافو تاریخ و، له عقلي حدودو د باندې نادرې زړورتیاوې، سرښندنې او ځان ځارېدنې وي چې د اسلام رڼا تر موږ را ورسیده او همدلته نږدې، د کابل ښار د غره په ډډه کې لسګونو صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین د شهادت جامونه نوش کړل!

له دې زرین دورانه په ډېره لرې زماني فاصله کې یو بل څوک را پورته شو، د نړۍ ټولو سیاسیونو، ټولو پوځي شنونکو او د وخت ګردو مبصرینو ورته همدا یوه خبره تکراروله چې دا ټکر د سنګحصار له حجرې را پیل کړي ستا د دې جریان وروستۍ موده وبوله، خپلې ټولې هیلې به دي اوبه یوسې او ټول اهداف به دې له ګوتو ووځي؛ خو یوازې همدا د مجسم ایمان پیکر و، چې په پوره باور يي نه یوزاې د خپلې ماتې پر رد ټینګار کاوه، بلکې د بریا ډاډ يي درلود او د مقابل لوري د شرموونکي ماتې او د لیست و پای ته تلو تاکید يي کاوه؛ دا ډول باور، دا تبصره او دا لید یوازې خیال تصورېده؛ خو واقعیت شو!

ولی‌الله حضرت امی/رالم/ؤمن/ین ملا محمد ع/مر مج/اه/د رحمه الله زموږ لپاره یوازې د باور، سیاسي لید، متانت، قاطعیت، جدیت او تقوا الګو نه دی؛ بلکې زمو د سرتېرو او سرښندونکو لپاره یو الګو غازي، جدي او قاطع قومندان او د ټولو اټکلونو او اوازو خلاف پر خپل باور متیقین او پر خپله لار ډاډمن جنګیالی و.

زموږ سرتېري يي د ژوند له لوستلو، د ملګرو له خاطرو او د همعصره له خولو زده کولی شي چې څنګه یو څوک د لویو اهدافو، دیني ګټو، ارزښتونو او تاریخ سازۍ لپاره خپل اهل‌وعیال، پلرنۍ مینه، کورنی تړاو او فردي انساني عواطف قربانولی شي؟

یو سرتېری که د خپلو اهدافو لپاره له شخصي اړیکو تېر شي ګواکې موږ د هغه په روزنه کې تر اتیا سلنه ډېر پر مخ تللي يو، د نړۍ په پر مختللیو پوځونو کې نیمګړتیاوې، تشې او ډار ځکه پیدا کېږي چې دوی د ملي ګټو – چې دوی يي دعوه لري – په نسبت خپلې شخصي غوښتنې، ارمانونه، اهداف او فردي اړيکي او تړاونه بهتر وبولي، دا بهتري يي د ضعف نقطه ګرځي، دا ضعف يي د سرتېرۍ پر ځای سرساتنې ته سوق کوي او په نتېجه کې یوازې د میاشتې د پای په تمه ورځې تېروي چې میاشتنی معاش يی تر ګوتو ورسېږي.

د حضرت ملا صاحب رحمه الله نه یوازې پورته ځانګړنې د نظامي لارویانو لپاره سرمشق ګرځېدلی شي، بلکې د دې تر څنګ په نظامي او استخباراتي چارو کې راز ساتنه د فعالیتونو د بریا لپاره لومړنی ګام ګڼل کېږي او په دې برخه کې حضرت ملا صاحب رحمه الله هغه څوک و، چې د مخفي ژوند په نږدې یوه نیمه لسیزه کې يي کې کله هم حتی خپل ساتونکي او کوربه ته د کورني درد او اندېښنې اظهار ونه کړ او ملګري يي په داسې روحیه وروزل او پالل چې د امریکايي پنډغالي په بغل کې يي د اوسېدو راز افشا نه شو!

دې جریان کې یوازې د امت معاصر امین مولوي صاحب عبدالجبار عمري نه؛ بلکې د دوی رابط‌چي او د دوی او سرښندونکو تر منځ د غږیزو، کتبي او شفاهي پیغامونو د تبادلي استازي هم د راز ساتنې هغه نمونې دي چې له رواني اړخه پرې کتابونه لیکل کېدلی شي.

دوی یوازې د خپل شخصي حیثیت په خاطر دا راز نه ساته؛ بلکې د دوی لپاره د حیثیت ظاهري لوړوالی، میلیونونه ډالر، مرفه ژوند او د نړۍ له بدمعاشه څار د خلاصون، بلکې د معاصر فرعون په غېږه کې د اوسېدو ظاهراً ډاډمن ژوند د دې راز د افشا په بدل کې نغد چغد حاضر و، خو دې لويې سودا ته ځکه نه حاضرېدل چې تر دې لوی ارمانونه يي په دې عظیمه هستۍ پورې تړلي و او ایماني ځواک يي د دې ټولو مادي توطیو پر وړاندې په زغرده ځواب وایه؛ زموږ سرتېري که د حضرت ملا صاحب او د هغه د ملګرو دا ځانګړنه خپله کړې نو ګواکې په نظامي لیکو کې د دښمن د توطیو امکان مو صفر ته نږدې کړ.

په نظامي لیکو کې بوخت ملګري ښايي له ترخو تجربو سره مخ شي، د ملګرو زخم، شهادت، ورکېدل، زنداني کېدل، خدای مه کړه ښويېدل، یا هم کله کله د مشرانو یوه پرېکړه د دوی د فهم، لید یا حاضر مصلحت خلاف ورته ښکاره کېدل او د هغې تحملول… دا ټولې خوږې ترخې زغمل په نظامي لیکو کې د صبر نمونه ګڼل کېږي، موږ که د حضرت ملا صاحب رحمه الله ژوند مطالعه کړو، د هغه ملګري را وغږوو، نو د لویو مشرانو شهادت، د ګڼو مجاهدینو زنداني کېدل، د سلامتو ډلګیو ښويېدل، د مهمو افرادو بې اعتباره کېدل، د دښمن له لوري د تبلیغاتي پروپاګند ډېرېدل، د نظامي زور څو چنده کول… دا ټول ظاهراً د زهرو غړپونه ښکارېږي او کله کله سړی انګېري چې نور نو ملاصاحب رحمه الله باید مایوسه شوی وای، چې دا سره پاشلي چریکې جګړه د دې منظمو لښکرو په وړاندې سستېدلی شي؛ خو نه، ملا صاحب رحمه الله هغه وخت چې د نیمې نړۍ لښکرې يي په لټه، د څنګ ملګري يي یوې بلې خوا ته وارخطا په منډو او ګام په ګام د امریکايي بمبار لمبې پورته کېدلې، بیا هم په ډاډمن، واضح، ثابت او قاطع غږ وویل: ګورې به يي چې څنګه د لیست له سره څه د لیست وپای ته رسېږي!

همدې باور، همدې ډاډ او همدې ایمان دوام پیدا کړ، پر همدې لار ثابت پاتې شو او همدا صبر، همدا تحمل او همدا قاطعیت و، چې له رب العلمین سره يي اړیکه پرې غښتلې کېده او پر وړاندې د نړۍ د ټکنالوژۍ ټول وسایل سړې اوسپنې ښکارېدې. رحمه الله

۱۴۰۲/۲/۱۳

مربوطه مطالب

Back to top button