کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۲ل)
د فلسطیني رسنیو د راپورونو له مخې؛ په تیرو ۲۴ ساعتونو کي د جنین او اريحا په ښارونو کي د صهیونیسټي پوځیانو او د مقاومت د مجاهدینو تر منځ په نښتو کي ۶ تنه شهیدان شوي او د دښمن یو زغره وال موټر هم ویجاړ شوی دی.
فلسطيني رسنۍ وایي، چ يو تن فلسطينی ځوان محمد عرعراوي؛ چي د جنين په کمپ د اسرائيلي يرغلګرو په بريد کي ټپي شوی و؛ د سختو ټپونو له یې امله ساه ورکړه.
د راپورونو له مخې؛ ۳۰ کلن فلسطینی ځوان عطا یاسر موسی؛ چي د جنین په کمپ باندې د اسرائیلي پوځیانو په برید کي ټپي شوی و؛ د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
محمد السعدي او رأفت الخمايسه د هغو نورو شهيدانو له جملې څخه دي؛ چي په جنين کمپ باندې د اسرائيلي يرغلګرو په بريد کي شهيدان شول.
راپورونه زیاتوي؛ چي دښمن په جنین کي د قسام جنګیالي په نښه کړي او یوې صهیونیسټي رسنۍ ادعا کړې؛ چي په دغه برید کي د حماس غورځنګ د پوځي ځانګې القسام یو مشهور جنګیالی نیول شوي دي.
















