د پاکستان سترې محکمې اډیاله زندان ته د عمران خان د وړلو امر کړی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ تله، ۱۴۰۲ل)

د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد چارواکو ته امر کړی چې پخوانی لومړی وزیر او د ستر حکومت مخالف ګوند تحریک انصاف مشر “عمران خان” دې اډیاله زندان ولیږدوي

ټاکل شوې وه چې عمران نن ورځ د خپلې قضیې په خاطر محکمې ته حاضر شي، خو چارواکو د امنیتي ستونزو له امله خان محکمې ته نه دی حاضر کړی.

عمران د تېرې میاشتې په لومړیو کې د پټو لیکونو په بربنډولو او د دولتي ډالیو د خرڅلاو په خاطر په درې کاله بند محکوم شو.

په ورته وخت کې د عمران خان مدافع وکیل د پاکستان حکومت د پلمې په جوړولو تورن کړی دی.

د عمران خان وکیل، نعیم حدیر پنجوتا رسنیو ته ویلي: “ما د خان د وثیقې غوښتنه وړاندې کړې وه، مګر د پخوا غوندې دا ځل هم وځنډېده او حکومت پلمې لټوي.”

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د ۲۰۲۲م کال په جون میاشت کې ځینې پټ لیکونه خپاره کړل او امریکا یې د خپل موقف په بایللو کې پر لاس‌لرلو تورنه کړه.

د ویلو ده چې د اسلام آباد ستره محکمه ښايي د اکتوبر په دویمه دا قضیه وڅېړي.

مربوطه مطالب

Back to top button