کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ تله، ۱۴۰۲ل)
د اذربایجان له نګورنو قره باغ سیمې څخه وروستي راپورونه وایي، چې له دغې سیمې څخه د ارمنيانو د وتلو پر مهال د تېلو په یو پمپ کې د بنزینو یو ټانکر چاودلی چې په پایله کې یې ۲۰۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
په ورته وخت کې له دغې سیمي راپورونه وايي، چې اذربایجاني ځواکونو په ټول ناګورنو قره باغ تر ولکې ټینګولو وروسته ارمنیانو له دغې سیمې وتل پیل کړي او ارمنستان ته د اوښتو په حال کې دي.
راپورونه زیاتوي، چې سیمه کې جګړه پای ته رسېدلې او د روسي سوله ساتو ځواکونو پر مټ ارمني وسلوال بې وسلې شوي دي.
















