پاکستان: د داعش د څلورو غړو د نیولو ادعا کړې ده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ تله، ۱۴۰۲ل)

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) پولیسو په پېښور کې د داعش وسله والې ډلې د څلورو غړو د نیولو ادعا کړې ده.

دغه څلور کسان چې د هویت په هکله یې تر اوسه څه نه دي ویل شوي؛ خو امنیتي چارواکي وایي چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې یې د سکانو، شیعګانو، دیني عالمانو او امنیتي ځواکونو په وړاندې په هدفي وژنو کې لاس درلود.

مربوطه مطالب

Back to top button