د پاکستان په سند ايالت کې د يوې چاودنې له امله ۸ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۲ل)
د پاکستان د سند ایالت پولیس وايي، چې په یوه کور کې دننه د راکټ مرمۍ د چاودنې له امله ۸ تنه وژل شوي دي.
د سیمه ییزو پولیسو مشر راحیل کھوسو ویلي، دا راکټ ظاهراً د سند ایالت د کنده کوټ ښار په یوه لرې پراته کلي کې وچاودید.
راحیل زیاته کړه چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د ځايي چارواکو په وينا، په دې پېښه کې لږ تر لږه دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
خو د پاکستان ډان ورځپاڼې د یوه ځايي چارواکي له خولې ویلي، چې په دې پېښه کې ۹ تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
دغه سيمه ييز چارواکي وايي چې په دې پېښه کې پنځه ماشومان، دوه ښځې او دوه نارينه شامل دي او يو بل ماشوم ټپي شوى دى.



