کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ تله، ۱۴۰۲ل)
له سوډان وروستي راپورونه وایي، چې د جنرال “عبدالفتاح البرهان” په مشرۍ د دغه هیواد پوځ د پلازمینې خرطوم په څنډو کې د چټک غبرګون په نوم د ملیشو په سنګرونو هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د عربي ۲۱ خبري آژانس د راپور له مخې دغه هوایي بریدونه پرون ماښام او نن سهار وختي ترسره شوي چې په پایله کې یې ۷۰ حکومت ضد وسله وال وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان دي.
که څه هم د چټک غبرګون د ملیشو ویاند بریدونه مني؛ خو په خبره یې مرګ ژوبله یې لږه ده او ډیری وژل شوي ولسي وګړي دي.
خو د سوډاني پوځ ویاند په یادو بریدونو کې ولسي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله ردوي او په خبره یې بریدونو کې یې دقیق اهداف په نښه کړي او په داسې ځایونو کې ترسره شوي چې ولسي وګړي پکې شتون نلري.
د ویلو ده چې په سوډان کې د پوځ او د چټک غبرګون د ملېشو ترمنځ د روان کال د اپریل میاشتې په ۱۵ مه نېټه د واک د ویش پر سر خونړۍ نښتې پیل شوي چې تر دې دمه پکې تر ۵۰۰۰ زرو کسان وژل شوي، زرګونه نورټپیان دي او په لکونو له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.


















