کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۲ل)
د ترکیې په پلازمېنه کې له ځانمرګي برید وروسته د دغه هېواد د دفاع وزارت اعلان کړی چې د عراق په شمال کې یې د کرد وسله والو پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي دي.
د ترکیې پلازمېنه انقره د یکشنبې په سهار د یوه ځانمرګي برید شاهده وه، چې په ترڅ کې یې دوه پولیس ټپیان شوي دي.
د کردستان کارګر ګوند د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته او د ترکیې حکومت هم د دغه برید په غبرګون کې د یاغیانو پر پټناځایونو بریدونه پیل کړل.
د ترکیې د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د عراق په شمال کې د کرد وسله والو پر پټنځایونو د بریدونو په پایله کې تر اوسه د وسله والو شاوخوا شل پټنځایونه ویجاړ شوي دي.
دا عملیات د شمالي عراق هاکورک، قندیل و گارا سیمو کې، د خلکو په وړاندې د ترهګرو بریدونو د له منځهوړلو او د پ.ک.ک [د کردستان د کارګرانو ګوند] او نورو وسله والو ډلو د ځپلو په موخه ترسره کیږي.
د ترکیې دفاع وزارت د کرد ملېشې پر پوستو د دغه هېواد د هوايي بریدونو د انساني تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې دا جګړه تر هغه وخته پای ته نه رسېږي چې یو وسله وال هم پاتې وي.
د کردستان د کارګرانو ګوند چې د PKK په نوم هم یادیږي، له شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې د ترکیې پر ضد پوځي عملیات کوي څو له کردانو څخه جوړ خپلواک حکومت جوړ کړي.