هند کې د پخواني حکومت د سفیر په مشرۍ د افغانستان سفارت وتړل شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۲ل)

هندوستان د افغانستان د پخواني حکومت سفیر فرید ماموندزی وايي، هند کې زموږ ماموریت تش په نوم و او د هند حکومت له لوري د فشارونو له امله د سفارت تړلو ته اړ کړل شو.

فرید ماموندزی زیاتوي، کله چې هند کابل کې د تېر میلادي کال جون میاشت کې سفارت پرانېست، د هند حکومت اړیکې د دوی سره پیکه شوې او فشارونو زور واخیست.

سرچینې وايي، چې د اسلامي امارت په مشرۍ افغان حکومت د نورو هېوادونو په څېر هند ته هم خپل استازی او سفیر ټاکلی او ښايي نږدې راتلونکي کې هلته نور دیپلوماټان او مامورین هم ولېږل شي.

یاده دې وي، چې د افغانستان اسلامي امـارت له بیا حاکمیت راورسته ګڼو هېوادونو ته نوي لوړ رتبه ډیپلوماټان لېږل شوي دي، چې هلته یې د سفارتونو او قونسلګریو چارې په خپل واک کې اخیستې دي.

Related Articles

Back to top button